سیاست

جمهور رئیس غني د ملګرو ملتو د سازمان له سرمنشي سره وکتل

کابل_باختر د غبرګولي د مياشتې ٣ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې د ثبات او هوساینه د ټولو لپاره تر سرلیک لاندې د دوحې د شپاړسمې ناستې په څنډه کې چې د قطر په هېواد کې جوړه شوې وه، د ملګرو ملتو د سازمان له سرمنشي بانکي مون سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
بانکي مون په دې کتنه کې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان دولت له اقداماتو په ځانګړي ډول له حزب اسلامي سره د سولې له پروسې او وروستيو خبرو سره خپل ملاتړ څرګند کړ.
هغه وویل، د یادې پیشنهادي توافقنامې محتوا ارزوي، تر څو ملګري ملتونه د هغه په رڼا کې لازم اقدامات ترسره کړي.
جمهور رئیس غني په دې هکله وویل، یاده توافقنامه د افغانستان د اساسي قانون د مندرجاتو مطابق شوې او له ملګرو ملتونو څخه مننه کوم، چې په دې هکله یې د همکاري تیاری وښود.
په دې کتنه کې بانکي مون د وارسا او بروکسل کنفرانسونو لپاره په نیول شویو تیاریو خوښي وښوده او هیله یې څرګنده کړه، چې یاد کنفرانسونه به ګټورې پایلې ولري.
همدارنګه په دې کتنه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان دفتر رهبري کې د نویو بدلونونو او د هغه سازمان د نوي استازي په توګه د ښاغلي تادامیچي یوماموتو په هکله خبرې وشوې او د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي له یاد سازمان سره د جمهور رئیس او د افغانستان دولت د همکاریو قدرداني وکړه.
جمهور رئیس غني په دې ترڅ کې چې د ملګرو ملتونو رول مهم وګاڼه، افغانستان ته د هغه سازمان د امنیت شورا د پلاوي د سفر د وړاندیز هرکلی وکړ او وې ویل، د افغانستان دولت د یاد پلاوي منلو ته تیار دی.
د ملګرو ملتو د سازمان سرمنشي وویل، هیله من یم چې ژر له افغانستان څخه لیدنه وکړي او له جمهوررئیس څخه یې وغوښتل چې د افغانستان دولت د اقلیم د بدلون کنوانسیون تصویب کړي.
جمهور رئیس غني په ځواب کې وویل، د دې موضوع د بشپړولو لپاره به یوه کاري ډله موظفه کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته