ورزش

دواليبال داتلولۍ سيالۍ دوام لري.

کابل باختر د ثور لومړي :
دهيواد دواليبال داتلولۍ  سيالۍ  پرون په شپږولوبو سره دوام وموند .
دالمپيک دملي کميټې دخپرونو آمر سميع دره يي باختر اژانس ته وويل، دواليبال داتلولۍ د سياليو دريمې ورځې پرون  په شپږو لوبو سره دوام وکړ .
په لومړۍ لوبه کې دچاردهي  دشورا ټيم ددوو په مقابل کې په دريو سره دننګرهار دسپين غرټيم ته ماتې ورکړه ، دننګرهار دخراسان ټيم ديوې په مقابل کې په دريو سره دبلخ دپيروزي ټيم ته ماتې ورکړه ، دملي امنيت ټيم دصفر په مقابل کې  په دريو سره دصوفي کلپ ټيم ته ماتې ورکړه ، دجهان  سپورت ټيم ديوې په مقابل کې په دريو سره دهرات ټيم ته ماتې ورکړ ، دکابل ښاروالۍ ټيم دصفر په مقابل کې په دريو سره دفراه ولايت ټيم ته ماتې ورکړه او په هغې وروستۍ  لوبه کې چې دشپې په لسو بجو تر سره شوه دسري مياشتې ټيم ديوې په مقابل کې په دريو سره دجوزجان ولايت ټيم ته ماتې ورکړه .
ټاکل شوې ده نن دصوفي کلپ  ټيم دخوست ولايت له ټيم سره لوبه وکړي او دننګرهار دسپين غر ټيم دجوزجان له ټيم سره لوبه وکړي.
دملي امنيت ټيم دسليم خيرخواه له ټيم سره لوبه کوي او دسرې مياشتې ټيم دلغمان ولايت له ټيم سره اودافتاج ټيم دلغمان ولايت له ټيم سره لوبه کوي .
دغه سيالۍ  دهيواد له مرکز او ولايتونوڅخه د ١٧ټيمونوپه ګډون دروان کال دوري دمياشتې له  ٢٩ نيټې څخه دواليبال دملي فدراسيون تر نظر لاندې دالمپيک دملي کميټې په جمنازيوم  کې پيل شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته