کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١
دهرات ولايت د پښتون زرغون ولسوالۍ د ده شيخ د لومړنۍ ښوونځي نوې ودانۍ
پرون د دغې ولايت د پوهنې رياست د مسوولينو له خوا پرانستله شوه او ګتې اخستنې ته وسپارل شوه.
دباختر آژانس دخبرله مخې : دغه ودانۍ دسيمې دخلکو له خوا پوهنې ته د دوه جريبه ورکړى شوې ځمکې په ساحه کې د جاپان له مرستې څخه ١٤٨ زرو امريکايي ډالرو په لګښت په يو کال کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده .
دغه ودانۍ شپږ درسي او درې اداري خونې او نور ضروري ملحقات لري چې دهغې په جوړيدو سره د درسي خونو دکمښت له پلوه د زده کوونکو ستونزې لرې شوې .
0 د یوې دقیقې څخه لږ