روغتیا

د پکتيکا او سېدونکي د نظامي روغتون د جوړېدو غوښتنه کوي

ښرنه باختر د سلواغې  ٢٥ مه
په پکتیکا کې د نظامي روغتون د نشتوالي له امله د پېښو پر مهال ملکي روغتونونه د نورو ناروغانو پر مخ تړل کېږي، چې خلکو ته یې ګڼې ستونزې پيدا کړي دي.
خو د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ مسوولين وايي، ستونزې ته په کتو یې لس بستریز نظامي روغتون دجوړولو کارترلاس لاندې دى چې له بشپړيدو وروسته  به يې د ټولو نظامي ټپيانو درملنه په دغه روغتون کې پيل شي.
د مرګ ژوبلې له پېښو وروسته د ټول پکتیکا ملکي او نظامي ټپیان او وژل شوي کسان همدغه روغتون ته ور وړل کېږي چې ورسره هم مهال دغه روغتون نظامي بڼه خپلوي چې له امله يې د نورو ناروغانو پر وړاندې ګڼې ستونزي راولاړيږي.
د پکتیکا د عامې روغتیا مشر ډاکټر ولي ګل، او د پکتیکا اوسېدونکو  په دې اړه  د باختر اژانس سيمه يېز خبريال ته داسې وويل: ((کله چې پېښې رامنځته کېږي نو رښتيا هم ملکي روغتونونه د نورو ناروغانو پرمخ تړل کېږي او په هغه وخت کې شخصي خلکو ته هیڅ اجازه نه ورکول کېږي چې روغتون ته ننوځي او يا هم له روغتون څخه د باندې لاړ شي.
د پکتیکا اوسېدونکي له دولت څخه غواړي چې نظامیانو ته ځانګړی روغتون جوړ کړي.
له بل خوا د پکتيکا د امنیې قوماندانۍ مسوولين وايي، په امنیه قوماندانۍ کې یې تازه لس بستریز نظامي روغتون جوړوي چې پراختیا به ورکړي او بيا به د ټولو نظاميانو درملنه په دغه روغتون کې وشي.
ډاکټر محمدنسیم چکري د امنیې قوماندانۍ روغتیايي آمر په دې اړه داسې وویل: دغه روغتون چې اوسمهال په امنيې قوماندانۍ کې جوړ شوى د درملتون ،بستر ، واکسین، پانسمان خونې او د معاینه خانې په څانګو مجهز شوى دى.
دى وايي چې په نږدې راتلونکي کې به دغه روغتون ته پراختيا ورکړل شي چې په ترڅ کې به يې هغه ستونزې حل شي چې اوسمهال عام وګړي او نظاميان ورسره مخامخ دي.پاى_ وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته