امنیت

په روزګان پنځويشت تنه وسله وال وژل شوي دي

ابل باخترد وري دمياشتې ۹ مه
د رزګان ولايت امنيتي مسولين وايي چې د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې پنځه ویشت وسله وال مخالفين وژل شوي دي
د روزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري باختر اژانس ته وویل چي د ترینکوټ لویدیځ لور ته د افغان امنیتي ځواکونو خوا په پیل شويو عملیاتو کي دوه کیلومتره پرمختګ شوی او د (ګامرګان) او (حرمشا) له سیمو څخه یي وسله وال په شا کړي دي.
سنګري وايي چي په دغو عملیاتو کي چي د افغان او ناټو هوایي ځواکونو ملاتړ یي له ځان سره درلود، پنځه ویشت وسله وال وژل شوي، او یو شمیر سپکي او درنې وسلې هم ددوی لاسته ورغلي دي.
د سنګري په خبره دغه عملیات به له وسله والو مخالفینو څخه د سیمي تربشپړې پاکیدو پوري روان وي.
په قومي چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر حاجي محمد قسیم محمدي د عملیاتو په سیمه کي باختر اژانس ته وویل چي په عملیاتو کي زیاتي سیمي له وسله والو څخه پاکې شويدي، ګڼ شمیر وسله وال وژل شوي او ژوبل شویدي.
د محمدي په وینا ددې عملیاتو بریالیتوب د امنیتي ارګانونو په همغږي او له هغوی سره د عامو خلکو په همکارۍ کې دی.
په سیمه کي یو تن قومي مخور ملک طاووس خان د باختراژانس سره په خبرو کې وویل چي دوی له امنیتي ځواکونو سره یو ځای د دښمن پر وړاندي اوږه پر اوږه ولاړ دي.
طاووس خان وویل چي وسله والو یي په کورونو کي ماینونه ښخ کړي، ددوی شتمنۍ يي لوټ کړي دي او هر څه يي زیانمن کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته