کابل / د زمري ۱۷ مه / باختر
د پکتیا د سید کرم ولسوالۍ په چینو سیمه کې تېر ماښام د ملکیانو پر موټر چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ دولس کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
د پکتیا د امنیې قومندانۍ د معلوماتو له مخې؛ په چاودنه کې د پلار په ګډون درې نارینه، درې ښځې او شپږ ماشومان وژل شوي او دوه نور ماشومان ټپیان شوي دي.
وصال
2 د یوې دقیقې څخه لږ