نړۍ

له پناه غوښتوونکو سره داروپا داتحاديې مالي ملاتړ .

بي بي سي  باختر د تلي  دويمه :
داروپا داتحاديې  مشرانو  اروپا ته  دمهاجرينو له څپې سره  دمقابلې لپاره  هڅو کې ژمنه کړې ده  چې  دسوريې له پناه غوښتوونکو سره  دملاتړ په لاره کې يو مليارديورو نورې پيسې  دملګروملتو دسازمان  اړوندو بنسټونو ته ورکوي .
دبي بي سي راډيو دخبري سايت په ليکنه دغه راز  زياتې مرستې به  دلبنان ، اردن  او ترکيې  په واک کې  ورکړى شي .
  دغه درې واړه هيوادونه  له ٢٠١١ ميلادي کال راپديحوا  دسوريې  دمليونونو تنو  اتباعو  دپناه غوښتنې ځاى دى  چې ددغه هيواد  له کورني  جګړې  څخه  تيښتي  .
داروپا داتحاديې مشران  دپولو دپياوړتيا په باب هم  موافقې ته رسيدلي دي .
دغه موافقه  په  بروکسل ښار کې  ددغو مشرانو په پروني بيړنۍ  غونډه کې ترلاسه شوي دي . 
په روان کال کې  نږدې نيم مليون تنو  مهاجرينو ځان  اروپا ته رسولى دي  چې داروپا داتحاديې دغړو ترمنځ  دژور درز سبب شوى دى .
  ددغې اتحاديې دکميسيون رييس  ژان کلود يونکر وويل  هغه تدبيرونه چې نن  مو ورسره  موافقه کړې ده  بحران به  پاى ته ونه رسوي . خو داټول په سمه لاره  لازم ګامونه دي  .
دهمدې خبر له مخې ،  دچارشنبې دورځې شميرني ښيي چې همدا اوس  دپناه غوښتوونکو دڅپې  دکمښت لپاره  کومه نښه نښانه نه ليدل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته