کابل باخترد ثور دمياشتې ٤ :
وسله والوغلو تېره شپه په غورولايت کې د مسافر وړونکو او بار وړونکو وسايطو د سپرليو پيسې او مالونه لوټ کړل.
دغور د والي ويندوى عبدالحى خطيبي باخترآژانس ته وويل: يوې ډلې وسله والو غلوتېره شپه دوه کاماز ډوله بار وړونکي او شپږ د مسافر وړونکي موټرونه د دولتيار ولسوالۍ د شينې غاښې په ساحه کې ودرول او د مسافرو نغدې پيسې او مالونه يې لوټ کړل. ده زياته کړه پوليسو دغلو دنيولو لپارهلې خلې پيل کړې دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ