امنیت

په نيمروز کې په زرګونو هکتار ه ځمکه خړوبيږي

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٩
په نيمروز ولايت کې نږدې پنځه زره هکتاره کرنيزې ځمکې ته اوبه برابريږي .
په همدې موخه دانرژۍ او اوبو وزارت دنيمروز ولايت دچاربرجک ولسوالۍ دخوابګاه دکانال دځينو برخو دبياجوړولو قراردادو پرون له يوه خصوصي شرکت سره قرار داد لاسليک کړ .
دانرژۍ او اوبو وزارت دعامه اړيکو دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
دانرژۍ او اوبو وزير انجنير علي احمد عثماني ددغه قرارداد دلاسليک کولو په وخت کې وويل چې دغه قرار داد اړونده شرکت په دې مکلف کوي چې دنيمروز ولايت په چاربرجک ولسوالۍ کې دخوابګا دکانال څلورمه برخه په قرارداد کې له وضع شويو شرايطو سره سم شپيتو مليونو افغانيو په بدل کې بيا جوړکړي .
عثماني څرګنده کړې ده چې دغه کانال په نيمروز کې د اوبو لګولو يو ستر او مهم کانال دى چې په بياجوړولو سره کابو پنځه زره هکتاره کرنيزې ځمکې ته اوبه برابريږي او څه ناڅه پنځه زره کورنۍ به ور څخه ګټه واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته