ښوونه او روزنه

دجوزجان دابتدايي دورې د زده کوونکو ساينسي جشنواره

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٢٤
دجوزجان ولايت د درې ويشتو ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ دساينس دريمه جشنواره نن جوړه شوه .
دجوزجان ولايت دپوهنې رييس عبدالحي يشين باختر آژانس ته وويل په دې جشنواره کې دشبرغان دښوونځيو دابتداييه دورې د زده کوونکو له خوا دوه سوه ساينسي پروژې نندارې ته وړاندې شوى دى چې زده کوونکو خپلې نظر موندنې په عملي ډول په لابراتوارونو کې تجربه کوي.
ديشين دڅرګندونو له مخې دغه شان جشنوارې زده کوونکى د درسي کيفيت په لور سوقوى او هغوى له دې لارې خپلې تعليمي موندنې له يوبل سره شريکوى
دپوهنې رييس زياته کړه اوس ددغه ولايت په کچه څلور سوه ښوونځي فعاليت کوي چې دنجونو او هلکانو په ګډون دوه سوه زره تنه زده کوونکى پکې په زده کړه بوخت دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته