امنیت

پنځلس کيلوګرامه چرس له منځه يوړل شول

کابل/ باختر/ د ليندۍ ٢٥مه
د کورنيو چارو وزارت مسوولين وايي چې په سلګونو کيلوګرامه نشه يي توکي يې په ننګرهار ولايت کې کشف او له منځه وړي دي .
د باختر آژانس دخبرله مخې، د کورنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي: د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې ځانګړو ځواکونو او د ملي پوليسو د ځانګړې قطعې ځواکونو د هېواد د هوايي ځواکونو په ملاتړ د ننګرهار ولايت په مربوطاتوکې د ځانګړو عملياتو په اجرا کولو سره د چرسو دوه زيرمې کشف او له منځه يوړلې  .
دغه راز ١٥٠٠ کيلوګرامه چرس دننګرهار ولايت په خوږياڼيو ولسوالۍ کې کشف او له منځه يوړل شول.
ددغو نشه يي توکو په اړوند څوک نه دي نيول شوي خو دپوليسو تحقيقات دوام لري .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته