امنیت

په کندز کې د يوه قوماندان په ګډون ٦ وسله وال طالبان ووژل شول

کابل/د مرغومي٢١مه/ باختر
تېره شپه په کندز کې د يوه قوماندان په ګډون ٦ وسله وال طالبان ووژل شول.
د ۲۱۷ پامیر قول اردو مطبوعاتي دفتر مسوول هادي جمال باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د کندز په اقتاش ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملياتو کې وژل شوي دي.
سرچينه زياتوې چې په وژل شویو کسانو کې د طالبانوسیمه ییز قوماندان ملا خلیل هم شامل دی .
جمال وايي چې په دغو عملیاتو کې ۷ نور وسله وال طالبان ټپیان شوي اود دغې ولسوالۍ د جنګل باشي،غارچي، جنت باغ، لرخابي او کابلي قشلاق کلي له طالبانو پاک شوي دي.
په عملياتو کې د وسله والو طالبانو له لورې ځاى پرځاى شوي ٥١ ماينونه هم کشف او شنډ کړى شوي دي.
شکريه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته