ټولنه

په هرات کې دسيلاونو دراوتلو له امله دڅه دپاسه ٧٠٠ کورونو نړيدل او ديو تن وژل کيدل .

کابل باختر دسلواغي شپاړسمه
  دهرات ولايت سيمه ئيز مسوولين وايي د هغو سختو اورښتونو له امله چې ديکشنبې  دورځې  دسهار له لومړيو شيبو څخه په دغه ولايت کې پيل شوي دي تر اوسه پورې داستوګنې ٧١٢ کورونه په بشپړه  توګه نړيدلي دي او په لومړنيو رارسيدلو خبرونوکې  دپښتون  زرغون ولسوالۍ په مربوطاتو کې  ديو تن دوژل کيدو خبرې هم شوي دي .
ديکشنبې  دورځې دسهار له لومړيو وختو  څخه تر نن سهار پورې په هرات کې تالندې اوبريښنا او سختو اورښتونو دوام درلود .
دچشت ، پښتون زرغون ، شينډنډ ، ګذرې ، کشک رباط سنګي ،  انجيل  او دغوريانو ولسوالۍ اودهرات ښار ددغو اورښتونو او دسيلاونو دراوتلو له امله زيانمن شوي دي .
دهرات  ولايت له پيښو سره دمبارزې دادارې رييس عبدالحميد مبارز  باختر اژانس ته وويل چې دهرات ولايت دچشت اوپښتون زرغون ولسواليو زيات زيان زغملي دي .
  دده دڅرګندونو له مخې، داستوګنې ٢٨٠ کورونه  په چشت ولسوالۍ کې او ٢٠٠  کورونه په پښتون زرغون ولسوالۍ کې  ويجاړ شوي دي .
دهرات ښار نهمې او لسمې ناحيې ته هم دسيلاونو له امله  زيانونه اوښتي دي .
  دهرات ولايت له پيښو سره دمبارزې دادارې مسوولين وايي چې ددغو سيلاونو دراوتلو له امله داوښتو تاوانونو دڅيړنې لپاره دوه  مرستندوي ټيمونه جوړ شوي  دي او دغه اداره به ډير ژر خپلې  بيړني مرستې دغو سيمو  ته وليږي .
داپه  داسې حال کې ده چې په هرات کې دسيلاونو له امله زيانمن شوي کسان وايي چې تراوسه پورې يې دحکومت او دنورو مرستندويومرکزونو له لارې هيڅ راز  مرسته نه ده ترلاسه کړې .
په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي هغه  په سلګونو  کورنۍ چې په دغو سيلاونو کې يې خپل کورونو له لاسه ورکړي دي همدا اوس په خواره واره ډول په جوماتونو ، ښوونځيو او په نورو دولتي تاسيساتو اوياهم دخپلو خپلوانو په کورونوکې شپې سبا کوي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته