امنیت

په سرپل کې وسله والو طالبانو ته د سر دروند زيان واوښت

کابل  باختر دسلواغې دمياشتې ٢٦ :
په سرپل ولايت کې د وروستيو نښتوله امله ١٣ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٨ تنه نوريې ټپيان شول.
دغه جګړې پرون ناوخته د پوځيانو د سپرلۍ په کاروان او په يوې پوځي قرارګاه د طالبانو له بريد وروسته پيل شوې او تر نن سهار پورې يې دوام درلود.
په سرپل ولايت کې دملي اردو يوه قوماندان دباختر آ ژانس خبريال ته وويل چې په دغو نښتوکې ١٣تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٨ تنه نوريې ټپيان شول.
ده وويل چې د طالبانو درې تنه سيمه ييز قوماندانان هم ددغو نښتو په وژل شويو کسانو او ټپيانوکې شامل دي.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: د دغو نښتوپه بهيرکې کومکي ځواکونه ساحې ته ورسيدل او طالبان يې تيښتې ته اړ کړل .
دملي اردو دغه قوماندان وايي چې په دغو نښتوکې پوځيانو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى خو دسانچارک په ولسوالۍ کې يو سيمه ييز مسوول وايي چې په دغو سختو نښتو کې څلور تنه پوځيان ټپيان شوي دي.
ده وويل چې ددغو جګړو په پاى کې پوځيانو دوسله والو طالبانو څو سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته