امنیت

په تخار کې د نجونو ديو ښوونځې په لسګو نو تنه زده کوونکى مسمومې شوې

تخارباختر د غبرګولي ٣ مـــــــــــــه

په تخار ولايت کې د نجو نو ديوه ښوونځې پنځوس تنه زده کوونکي ديوډول مسموموونکى ګاز د خپريدو له ا مله مسمو مې شوې

 دغه پيښه نن په لسو بجو ددغه ولايت په مرکز د تالقا نو ښار دبي بي هاجرې د نجو نو په ښوونځې کې شوې ده

دتخار ولايت د پو ليسو  د امنيت امر سيد محمود الاحسن شهيد زاده له باختر ا ژانس سره په اړيکه کې وسله وال طالبان ددغه ګاز دښيندلو مسئول و بلل او زيا ته يي کړه : هغوى هلې ځلې کوي چې ددغه جنايت عا ملان وپيژنې او مجا زات يې کړي

 دغه پيښه په د رسي خو نو کې د مسمومونکو تو کو دښيندلو له ا مله را منځته شوى دى او تر او سه پورې څرګنده نه ده چې وسله وال طالبان څه ډول دغه ښوونځې ته په ننوتلو بريالى شوي دي

په همدى حال کې د تخار ولايت د عا مې رو غتيا رئيس ډا کتر حفيظ الله صافي د مسموم شويو نجو نو رو غتيا يي حالت مخ په ښه کيدو بللى دى

 ده زيا ته کړه ددغه مسمو ميت له ا مله نجو نې په بي هوښي ضعفتيا ، د ستو نې ، غا ړى او مخ په خارش او سرخوږي اخته شوي دي

 د وسله والو طالبانو له را منځته کيدو څخه تر او سه پورې افغانستان دپو هنې په وړا ندې ددغې ډلې يو ډير ستر ګواښ بلل کيږي

 دغه جګړه ماران تل دښوونکو او زده کوونکو په وژلو ،دښوونځيو په سوځولو ، دپو هنې د کارکوونکو په ګوا ښو نو او په زده کونکوپه تيره بيا په نجو نو د ګاز او تيزا بو په ښيند لو لاس پوري کوي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته