ورزش

دتخار ولايت ورزشي کلپونو او حکمانو دفعاليت جواز ليکونه ترلاسه کړل .

کابل باختر دليندى ديارلسمه :
دبدني روزنې او ورزش لوى رياست په تخار ولايت کې اتيا ورزشي کلپونو او دورزش ٨٠ تنو ښوونکو ته دفعاليت جواز ليکونه ورکړل .
دبدني روزنې او ورزش  رياست باختراژانس ته خبر ورکړ. ددغه رياست يوه هيئت  دتيرې  اوونۍ په بهير کې په تخار ولايت کې ورزشي کلپونه او دورزش  حالت وڅيړل او اتيا ورزشي  کلپونو او هم دورزش  اتيا تنو ښوونکو اوحکمانو ته يې دبدني روزنې او ورزش  دلوى رياست جواز ليکونه ورکړل  او هم دورزش کارانو ترمنځ دازادو انتخاباتو په ترسره کولو او دشلو ورزشي څانګو دمسوولينو په انتخابولو کې يې همکاري وکړه .
دتالقانو په ښار کې دجواز ليکونو دويشلو او دورزشي څانګو دمسوولينو دمعرفي کولو په غونډه کې دتخار ولايت مرستيال  محمدفريد ذکي له ورزش  سره ددغه ولايت ملاتړ اعلام کړ او هيله يې وکړه چې له دې وروسته ددغه ولايت ورزشکاران  وياړ وګټي .
هيئت دورزش  دادارې دجايدادونو او دورزشي کلپونو او ټيمونو ښوونکو او حکمانو دثبت او دورزشي  فدراسيونونو دنمايندګيو دانتخاباتو دترسره کولو لپاره  يوه اوونۍ مخکې دتخار ولايت ته سفرکړى دى او هيئت به په  همدې موخه په ډير لنډ ممکن  وخت کې بدخشان ته هم سفر وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته