خبرونهښوونه او روزنه

په لوګر کې له لینکن ښوونیز مرکز څخه ۱۰۰ زده کوونکو فراغت لیکونه ترلاسه کړل

کابل/ د کب ٥مه / باختر

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د لینکن کمپیوټر له ښوونیز مرکز څخه ۱۰۰ زده کوونکو فراغت لیکونه ترلاسه کړل.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو د همغږۍ مسوول نقيب احمد اکبري وايي چې له یاد وړیا کورس څخه سل زده کوونکي له درې نیمو میاشتو زده کړې وروسته فارغ شول.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رييس رفيع الله صميم وويل، چې د لوګر په  لینکن ښوونیز مرکز کې ځوانانو او محصلينو ته د زده کړې زمينه برابره شوې ده.

د اطلاعاتو او فرهنګ رييس په راتلونکي پسرلي کې د نورو ښوونيزو پروګرامونو د پيل خبر هم  ورکړ.

په دې مراسمو کې د لوګر د امر باالمعروف او نهي عن المنکر رياست يو کارکوونکي مولوي محمد یوسف رحماني وویل چې ځوان نسل د زده کړې پر مټ په هېواد کې مثبت بدلون راولي. هغه د ځوانانو دنده د علم زده کړه او امرباالمعروف او نهي عن المنکر ته  بلنه وبلله.

د يادونې وړ ده، چې د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رياست لینکن ښوونيز مرکز د انګليسي، کمپيوټر، علمي سيمينارونو او لنډ مهاله زده کړو په برخو کې فعاليت کوي چې اوسمهال  لسګونه  ځوانان پکې په زده کړو بوخت دي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته