روغتیا

د حسيني عاشورا د نمانځنې په مناسبت نن د جمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي د وينې بانک ته وينه ورکړه

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٣
د حسيني عاشورا د نمانځنې په مناسبت نن د جمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي دعامې روغتيا له وزيرې سره د امام حسين (ع) د وينې بانک ته وينه ورکړه او له هيوادوالو او په تيره بيا له ځوانانو څخه يې وغوښتل چې دغه غوره سنت له پخوا زيات ترويج کړي.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ: دجمهور رييس مرستيال به يو خبري کنفرانس کې د اسلام د ستر پيغمبر (ص) د لمسى امام حسين او د هغه د پاکو يارانو د شهادت له امله د نړۍ مسلمانانو او په تيره بيا د افغانستان مسلمانانو او حسيني عزادارانو ته ډاډګيرنه وويله او د عاشورا غورځنګ يې يوه رغنده او د زدکړې يون وباله .
ده له هيواد والو او په تېره بياه د هيواد له ځوان نسل څخه وغوښتل چې د خپلو وينو په ورکولو سره هم د خپل يو مستحق هيواد وال د ځان د ژغورنې سبب شي او هم دعاشورا دغورځنګ پت، سرښندنې او ځان تيريدنې نندارې ته وړاندې کړي.
دجمهور رييس مرستيال په ديني اماکنو او واټونوکې قمه وهل او د وينې تويول د ديني عالمانو او شريعت له مخې نظر نامناسب کار وباله او هيله يې وکړه چې د ناروغانو او اړو کسانو ته د وينې د ورکولو فرهنګ له عاشورا څخه د دې ډول نمانځنې پرځاى بنسټيز شي.
دجمهور رييس مرستيال دغه راز وويل چې امام حسين او د هغه شهيد ياران د انساني ټولنې د ژغورنې او د اسلامي ارزښتونو د ساتنې په خاطر وينه ورکړه او نن د آن حضرت (ص) پيروان بايد د هغه عاطفي او احساسې اړخ ته نظر ونه کړي، بلکې د عاشورا څخه د يو انسان جوړونکي ښوونځي په توګه د لوړو اسلامي او انساني ارزښتونو درس زده کړي.
دجمهور رييس مرستيال د وينې د ورکولو د فرهنګ د بنسټيزکولو په لاره کې دعامې روغتيا د وزارت هلې ځلې ګټورې وبللې او ددغه وزارت د مسوولينو دهلوځلو له امله د قدردانۍ په ترڅ کې د هيواد او د سيمې په کچه ددغه فرهنګ دپراختيا او ودې په لاره کې د ديني عالمانو او رسنيو رول مهم وباله.
دغه راز د عامې روغتيا وزير ډاکترې ثريا دليل د امام حسين (ع) د وينې بانک ته د وينې د ورکولو په ترڅ کې د وينې ورکول يو مدني او انساني فرهنګ وباله او ويې ويل چې د روان کال په محرم کې د ګرځنده ټيمونو برسيره په کابل قندهار، بلخ ، لوګر، غزنى او د باميانو په ولايتونوکې د وينې ورکولو مرکزونه جوړ شوي دي.
د دې د څرګندونو له مخې: د امام حسين د وينې بانک ته ورکړ شوې وينه د مستحقو هيواد والو او په تيره بيا د امنيتي ځواکونو د ژوند د ژغورنې په خاطر چې دهيواد د سولې او امنيت د دفاع په لاره کې ټپيان کيږي؛ استفاده کيږي.
دعامې روغتيا وزيرې په ټول هيوادکې ددغه فرهنګ د پراختيا له امله د خوښۍ په ترڅ کې څرګنده کړه چې تېرکال څه ناڅه يو اعشاريه پنځه مليونه سي سي وينه راټوله شوې وه چې هيله کيږي په روان کال کې دغه شمېر څو ځلې زيات شي.
د يادونې وړ ده چې د امام حسين د وينې بانک د وينې د راټولولو په مقصد په ١٣٨٧ کال کې د جمهور رييس د مرستيال محمدکريم خليل او دعامې روغتيا د وزارت له خوا تاسيس شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته