ټولنه

ترکمنستان او قزاقستان له بېوزلو کورنيو سره مرسته وکړه .

-کابل باختر د وږي  اته ويشتمه :
دترکمنستان او قزاقستان له خوا دسمنګانو ولايت له طبيعي پيښو سره دمبارزې درياست په همکارۍ  په دغه ولايت کې له يوزرو پنځه سوه بيوزلو کورنيو سره  مرسته  وشوه .
دسمنګانو ولايت له طبيعي پيښو سره دمبارزې رييس رجب علي يوسفي  باختراژنس ته وويل دغه مرستې  دسمنګانو ولايت په مرکز او بردره صوف ، خرم سارباغ او دحضرت سلطان په ولسواليو کې  په بيوزلو او اړو کورنيو  ويشلې شوې دي .
دحضرت سلطان ولسوالۍ اوسيدونکي ٤٥ کلن محمد امير چې دغه مرستې يې ترلاسه کړي دي وايي دغه توکي له بيوزلو کورنيو سره ستره مرسته ده .
داپه داسې حال کې ده چې پخوا هم دسمنګانو ولايت په مرکز او  اړوندولسواليو کې له دوه زره درې سوه کورنيو سره دملګروملتو دسازمان د ماشومانو دادارې له خوا دغه شان مرستې شوې وې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته