بغلان باختر د تلې لسمه :
د بغلان ولايت د پوځي څارنوالۍ رييس نن سهار په دغه ولايت کې ټپي شو .
د پلخمري ښار د پوليسو د دويمې حوزې آمر سمونيار قاري وارث د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د بغلان ولايت د څارنوالۍ رييس خليل الله ناصري خپل کورته څېرمه د ښخ کړى شوي ماين د چاودنې له امله برسيرن ټپي شو .
د بغلان د عامې روغتيا رياست يو تن مسوول ډاکترشاه محمد هوفياني د خليل الله ناصري روغتيايي حالت مخ په ښه والي وباله او ويې ويل چې دى له لومړنيو روغتيايي مرستو وروسته له روغتون څخه رخصت شوى دى .
ختم_ سعيده _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ