امنیت

په هرات ولايت کې يو سړى دوهلو او ډبولو له امله ووژل شو.

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٢٣
يو ځوان سړى تيره شپه دهرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې دوهلو او ډبولو له امله ووژل شو.
دغه سړى ديرش کلن و چې د ده په بدن دګوزارونو له امله وژل شوى دى .
روغتيايي مسوولين وايي : دغه سړى پرون مازيګر دهرات ولايت مرکزي روغتون ته وليږدول شو .
دهرات دښار دمرکزي روغتون اداري مدير وويل چې دغه سړى له وهلو او ډبوله وروسته دسختو ټپونو له امله سا ورکړې ده .
تراوسه پورې ددغې پيښې انګيزه او عوامل نه دي مشخص شوي په همدې حال کې ويل کيږي چې شپاړلس تنه نور دترافيکي پيښو له امله ټپيان شوي دي چې همدا اوس تر درملنې لاندې دي .
دغه کسان چې په تيرو څلورويشتو ساعتو کې ټپيان شوي دي روغتيايي حالت يې مخ په ښه والي بلل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته