سیاست

ډاکتر عبدالله عبدالله دافغانستان او هند ترمنځ دوستانه اړيکې اوهمکارى دوام مومي .

کابل باختر د تلې  پنځه ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکترعبدالله عبدالله پرون دهند دملي امنيت دسلاکار اجيت دووال سره په سپيدار ماڼۍ کې وکتل .
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. ډاکتر عبدالله عبدالله دهند ددولت دهرکلى او برياليتوب سره په نوى ډيلي کې دسوکالۍ  په لور دپراختيا او سوداګرۍ  دغونډې دجوړولو لپاره دزمينې دبرابرولو له امله قدرداني وکړه .
دهېواد اجراييه رييس دافغانستان او هند ترمنځ  اړيکې دوستانه، ټينګې او دګډو او تاريخي ارزښتونو لرونکې وبللې .
اجراييه رييس په خپلو خبرو کې دهند دسخاوتمندانه مرستو له امله په کور وداني  سره په بيلابيلو  برخو کې ددواړو هېوادونو ترمنځ داړيکو په پراختيا باندې ټينګار وکړ .
دهند دملي امنيت سلاکار  دافغانستان دتاوده هرکلى  له امله په مننې سره ددواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ټينګې او دوستانه وبللې او ددغو اړيکو په لازيات ټينګښت او پراختيا باندې يې ټينګار وکړ .
په دې کتنه کې  دوروستيو سياسي ، امنيتي او اقتصادي بدلونونو او دسيمه ئيزو او نړيوالو اړيکو په باب  خبرې وشوې .   ختم_ ف – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته