اقتصاد

چابهار ددريو هېوادونو ترمنځ دسوداګرى په پراختيا کې کليدي رول لري .

کابل باختر د کب څوارلسمه :
دبهرنيوچارو وزارت داداري  او منابعومعين ډاکتر نصير احمد انديشه  په کابل  کې  دايران داسلامي جمهوريت له سفير محمد رضا بهرامي  سره وکتل .
باختراژانس ته دبهرنيو چارو وزارت دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې،  په دې کتنه کې  انديشه  دوروستيو بدلونونو په اړوند په تيره بيا هند ته دچابهار له لارې دافغانستان د لومړيو  سوداګريو  مالونو په صادراتو داهميت په باب خبرې وکړې او ددغه ترانزيتي او سوداګريزې لارې پرانستل ددريو  هېوادونو افغانستان ، ايران او هند ترمنځ  ددوى په اقتصاداوسوداګرۍ کې پراختيا وباله او په چابهار کې يې دافغانستان په فعالې اړتيا او شتون ټينګار وکړ .
بهرامي  هم ددريو هېوادونو ترمنځ دصادراتو او وارداتو په خاطر ددغه بندر  پرانستل مهم وبلل .
دواړو خواو دميلک  دپل دموضوع او صفري سيمې او په هرات  ښار کې دايران قونسلګرۍ  دديوال دموضوع دهمکاريو داړتيا په باب خبرې وکړې .
ختم_ شکريه – اکرم
                                  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته