امنیت

په کابل کې دچاودنوله امله ګڼ شمير وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل باختر دزمري د مياشتې ٢ :
په هغه ځانمرګي بريد کې  چې څو شيبې مخکې دکابل ښار  ددهمزنګ په ساحه کې ترسره شو  ګن شميرخلکو ته مرګ ژوبله وواښته .
دعامې روغتيا وزارت دخپرونو رئيس محمداسماعيل کاووسي دباخترآژانس خبريال ته وويل چې تراوسه پورې ددغې پيښې له امله   دشلو تنو قربانيانو مړي  داستقلال روغتون ته ليږدول شوي او دغه راز يوسلوشپيته تنه ټپيان دکابل داستقلال  ،ايمرجنسي    او ابن سينا  روغتونونو ته ليږدول شوي دي.
کاووسي وويل چې دغه شمير  دبدلون وړ دى  ځکه يوشمير قربانيان   خصوصي  روغتونونو ته ليږدول شوي اويا هم دپيښې    په ساحه کې پاتې دي.
عيني شاهدان وايي  چې ځانمرګي يرغلګر  دوه تنه  و چې يوه ځان  دمظاهره کوونکو ترڅنګ وچاوه خو دويم  شخص دپوليسو له خوا له پښو وغورځول شو.
عيني شاهدانو  ددغې پيښې دقربانيانو شمير تر شپيتو پورې  بللى دى   خو امنيتي خبرځايونو او دروغتونونو مسوولينو دغه شمير   نه دى تائيد کړى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته