ټولنه

دجندر په باب دپوهاوي ورکولو کارګاه جوړه شوه

کابل باختر د غبرګولي لومړي :
دجندر په باب داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دکارکوونکو  دزياتې پوهاوي په مقصد ددغه وزارت دجندر دامريت له خوا يوه کارګاه جوړه شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، په دې کارګاه کې  چې ديوې ورځې لپاره  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دهنرستان په رياست کې جوړه شوې وه  دجندر دمفهوم په باب  او وروسته په سياسي ، ټولنيزو اوفرهنګي  برخو کې  دښځو دټولنيزو فعاليتونو په وړاندې دچلنجونو په  باب  خبرې وشوې .
په دې کارګاه کې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دجندر آمرې  محبوبې سعادت  دښځو په باب دعامه پوهاوي ددرک کچې ته  په اشارې سره وويل  لکه څنګه چې نارينه په ټولنه کې  دښوونې او روزنې او دغه راز  لوړو زده کړو ته دلاسرسۍ حق ولري  ښځې هم  حق  لري  چې له خپلو دغو حقوقو او امتيازونو څخه برخمنې وي  .  ځکه  دټولنې نيمايي  برخه ده . او کولى شي په بيلابيلو اجتماعي برخوکې په ګډون سره دبرياليتوبونو برسيره خپل هېواد، خلکو او ټولنې ته  دکتنې وړ  لاسته راوړنې ولري . او په خپل ځواک او استعدادسره له نارينه و سره اوږه په اوږه پرمخ لاړې شي .
محبوبې سعادت دغه راز څرګنده کړه چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دجندر امريت هم مسووليت لري  چې ددغه وزارت ټولو کارکوونکو ته دجندر په باب  لازم معلومات  ورکړي  ځکه جندر يوه نوې واژه ده او تراوسه پورې  ددغه وزارت کارکوونکي له دغې واژې سره  بشپړه بلدتيا نه لري .
دمحبوبې سعادت دڅرګندونوله مخې،  ديو هېواد دودې دکچې  دسنجولو په لاره کې يومهم معيار هغه باور اوارزښت دى چې ښځې په هغه هېواد کې  ورڅخه برخمن وي  هر څومره چې په ټولنه کې  دښځو شتون فعال او اغيزمن وي د زيات پرمختګ زمينه برابريږي .
په دې کارګاه کې دهنرستان دورځپاڼو دويشلو او دبيهقي دکتاب خپرولو درياستونو کارکوونکو ګډون کړي وو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته