روغتیا

په ايران کې د کرونا ويروس د نوې بڼې لومړنۍ پېښه ثبت شوه

کابل/ د ليندۍ٢٩مه / باختر:
د ايران د روغتيا وزارت په دغه هېواد کې د کرونا ويروس د بدلې شوې بڼې اوميکرون د لومړۍ پېښې د ثبتېدو خبر ورکړ.
د دغه وزارت مرستيال کمال حيدري پرون د ايران دولتي ټلويويزيون ته وويل؛ په دې ويروس اخته شوى کس د پوخ عمرلرونکى سړى دى چې په وروستيو کې له متحده عرب اماراتوڅخه ايران ته ستون شوى دى.
د رويټرز خبري آژانس د حيدرې په حواله راپور ورکړى چې ويلي يې دي په تهران کې د دغه کس د قرنطين لپاره لازم اقدامات شوي دي.
اوميکرون کرونا ويروس نوې بڼه ده چې تېره مياشت د لومړي ځل لپاره په جنوبي افريقا کې کشف شوه.
د ايران د روغتيا وزارت وايي په دغه هېواد کې د کرونا ويروس له پيله ١٣١ زره کسان په دې ويروس اخته کسان مړه شوي دي.
د ايران د ٨٥ ميليونه وګړو له جملي ٥٠ ميليونه يي تراوسه د کرونا ضد واکسين دواړه ډوزونه لګلولي دي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته