امنیت

اووه تنه په پروان کې له وسلو سره ونيول شول

چاريکارباخترلړم د مياشتې ٢٨  نيټه  :
اووه تنه په پروان ولايت کې د وسلو د قاچاقو په تور ونيول شول.
د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر نن باختر آژانس ته وويل چې دغه کسان د چاريکارو ښار د شاپيک خيلو کلي د استوګنې له يوه کورڅخه ونيول شول.
ويل کيږي؛ له دغو کسانو څخه څلور موټر سايکلونه او يوه اندازه سپکې او درندې وسلې د پوليسو لاسته ورغلي دي او تورن کسان د پروان ولايت د ملي امنيت رياست ته وليږدول شول .
ديو خبرله مخې:
د پروان پوليسو نن يو تن د نشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيوه.
د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول باختر آژانس ته وويل: دغه سړي غوښتل ١٣ کيلوګرامه چرس د يوه کرولا موټر په واسطه له شمال څخه کابل ته وليږدوي چې د چاريکارو ښار په شمال دروازه کې له چرسو سره د پوليسو له خوا ونيول شو.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته