ټولنه

په بغلان کې دجګړو له امله له بې ځايه شويو کسانو سره مرسته

-کابل باختر د وږي ديرشمه :
دملګروملتو دسازمان دماين پاکولو موسسې له خوا په بغلان ولايت کې د جګړو له امله له بې ځايه شويو کسانو سره دپنځلسو زرنجونومرسته وشوه .
دملګروملتو دسازمان دماين پاکولو موسسې استازي سيد حکيم ددغه ټکى په بيانولو سره باختراژانس ته وويل دجګړو له امله له بې ځايه شويو کسانو سره دزرنجونو دمرستې موخه دکاري فرصتونو برابرول او دجګړو له امله دبې ځايه شويو کسانو په روحيې دجګړې دناوړو اغيزو کمښت وباله او زياته يې کړه دغه بېځايه  شوي کسان چې دملګروملتو دسازمان دماين پاکولو موسسې مرسته يې ترلاسه کړه دبغلان ولايت دمرکزي بغلان او په پلخمري ښار پورې اړوند دډنډ غوري دبيلابيلو ساحو اوسيدونکي دي چې شمير يې پنځلسو تنو ته رسيږي  چې هريو يې ديو زرنج خاوند شو .
دجګړو له امله يوبل بې ځايه شوي يارمحمد په خبرو کې دجګړو او ناامنيو له امله  درامنځته شويو اقتصادي ستونزو دحل کيدو له امله  خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې اوس له نيکه مرغه دکار دزمينې په برابرولو سره کولاى شم خپلې ټولې اقتصادي ستونزې حل کړم .
په همدې حال کې دبغلان والي انجنير عبدالحي نعمتي دملګروملتو دسازمان دماين پاکولو موسسې دچارواکو قدرداني وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته