سیاست

تبصره

کابل- باختر دسلواغي څليرويشتمه:
دحقيقت موندلو هيئت چې دجمهوري رياست له خوا موظف کړى شوى و، ترڅو دهيواد په جيلونوکې د بنديانو د ځورونې او ناوړه چلند په باب دملګروملتودسازمان رپوټ  وڅيړي؛ خپل رپوټ  جمهوري رياست ته وړاندې کړ .
په هغه کې داسې ټکي شته چې کيداى شي د اتباعو د حقوقو او د هغوى دمصوونيت دتامينولو په لاره کې  اغيزمن وي .
د باختر اژانس مبصر ليکي: دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي په دې وروستيو وختوکې يو پنځه کسيز هيئت موظف کړ چې د هيواد د جيلونو او نظارت خونو ، د بنديان د حالت او له هغوى سره د سلوک او چلند د څرنګوالې په باب  څيړنې وکړي .
دهيواد جمهور رييس له هغه وروسته دغه هيئت موظف کړ چې د ملګروملتو سازمان د روان کال د سلواغې د مياشتې په لومړيو وختوکې يو رپوټ  خپورکړ چې په هغه کې ادعا شوى وه چې د هيواد په جيلونواو توقيف خونوکې يو شمېر بنديان په منظم ډول ځورول کيږي او ناوړه چلند ورسره کيږي .
ددغه رپوټ خپريدل په افغانستان کې دبهرنيو ځواکونو دقوماندانانو دمسوولينو له ادعاګانو سره جوخت و چې  ويل يې: افغانانو ته سپارل شوي بنديان له ستونزو سره مخامخ دي او هغوى په جيلونوکې ځورول کيږي او ناوړه چلند ورسره کيږي .
يو شمېر افغاني مرکزونو ددغه شان رپوټونو خپرول، د بګرام  دجيل دمسووليتونو د سپارلو د بهير د ځنډولو لپاره يوه پلمه وبلله .
جمهوري رياست په هيوادکې د بنديانو او دجيلونو دحالت په باب دزياتومعلوماتو دترلاسه کولوپه مقصد، د حقيقت موندلو هيئت موظف کړ. واکمن هيئت خپل ټول کارونه تعقيب کړل.
هغوى دپنځلسو ورځو په بهير کې د هيواد د لومړۍ لمبر ولايتونو جيلونه او توقيف خونې وڅيړلې او له يو زيات شمېر بنديانو سره يې په پټه توګه او په ټول مصوونيت سره وکتل؛ د هغوى د نظريو او احوالو پوښتنه يې وکړه؛ دوى په جيلونوکې د ځينو واقعيتونو په باب معلومات ترلاسه کړل او تاييدوي چې يو شمېر بنديان په تېره بيا دنيولو په وخت کې دبهرنيو او کورنيو ځواکونو له خوا په يو ډول نه يو ډول ځورول شوي دي او ناوړه چلند ورسره  شوى دى .
دغه راز، دوى په خپل رپوټ کې  ځينې داسې موارد منعکس کړي دي چې ښيي يو شمېربنديان د روغتيايي مرکزونو د نشتوالې او د ځاى دکمښت له ستونزو او دمدافع وکيل له نه لرلو سره مخامخ دي . د دوى نسبتي دوسيې په لازمه توګه  نه ده څيړل شوي .
ځينې يې  په داسې حال کې چې د بند ټاکلې موده يې تېره کړې ده، لاتراوسه پورې هم په جيل کې شپې سبا کوي . هغه څه چې په رپوټ کې مهم دى او د جمهوري رياست  له خوا هم ومنل شو؛ په جيلونوکې د بنديانو د حالت او دبنديانو دحقوقو دتامينولو په اړوند دحقيقت موندلو د هيئت  وړانديزونه  دي .
په رپوټ کې د طرحه شويو ادعاګانو پرخلاف، په جيلونوکې د جنسي تيرى هيڅ مورد نه ده ليدل شوى او سيستماتيکي ځورونې نه دي شوي . دوى په جيلونوکې  د بنديانو د مړينې رپوټونه رد کړل .
دغه راز دحقيقت موندلو د هيئت رپوټ، دغه ټکى بيانوي چې په هيوادکې د آزادۍ د سلب په سيموکې ستونزې او ناخوالې دومره نه دي چې د نړيوالو موسسو او مرکزونو په رپوټ کې يې يادونه شوې وه .
د چاروکارپوهان د حقيقت موندلو د هيئت موظف کول، د افغانستان د اسلامي جمهوريت د دولت د شفاف کار بيلګه بولي چې د هيواد په جيلونوکې د واقعيتونو  د پټولو مخه ونيول شي .
  د آزادۍ د سلب په سيموکې نواقص مشخص شوي دي. دا کار کولى شي په جيلونوکې د نواقصو په له منځه وړلو، د هرارخيزو تدبيرونو په نيولو او په ښه کار کې د چارو له مسوولينو سره مرسته وکړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته