سیاست

فضل هادي مسلميار نن په کابل کې دګرديز شورا غوښتنې او ستونزې واوريدې .

کابل – باختر د مرغومي شپږمه:
دمشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار نن د يوې غونډې په ترڅ  په کابل کې دميشتو د ګرديزيانو د شورا، د ګرديز د سيمه ئيزې شورا او د پکتيا ولايت د سوداګرۍ د خونو د استازو ستونزې او غوښتنې د هغوى په شتون د سوداګرۍ او صنايعو له وزير او د ماليې ، انرژي او اوبو او دلوړو زده کړو دوزارتونو له معينيانو سره طرحه کړې او د هغو د څيړنې او حل کولو غوښتنه يې وکړه .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې دسنامجلس رييس وويل: په وروستي يوه لسيزه کې د يو لړکارونو له ترسره کيدو سره سره، زموږ خلک د هيواد په زياترو سيموکې بريښنا،  سړک، روغتيايي کلينکونو، ښوونځيو ، مسلکي ښوونکو  او نورو ته اړتيا لري چې بايد مسوولين په انډوليز ډول دپکتيا ولايت په ګډون دخلکو د ستونزو په لرې کولو جدي اقدامات وکړي .
  وروسته  برخه والو خپلې غوښتنې طرحه کړې او  ويې ويل: دې ته اړتيا ده چې ددغه ولايت د ډنډ پټان ولسوالۍ لاره ترانزيت شي او د بريښنا نشتوالې ته چې دخلکو په تېره بيا دصنعت کارانو جدي اړتيا ده؛ پاملرنه وشي او ددغه ولايت د سوداګرو نږدې سل کانتينره  پرچون مالونه چې د انګرو ګمرک دنشتوالې له امله له پولې هغه خوا درول شوي دي او د هرې ورځې په تيرېدو سره تهجايي  يې ورباندې زياتيږي؛ هيواد ته راوليږدول شي اوکه چيرې دولت دصنعتي پارکونو په ويشلو او دهغو په نورو کارونو اقدام ونه کړي، ښايي زياتره ځمکې يې دپخوا په شان  دغاصبانو  له خوا ونيول شي .
دپکتيا ولايت محصلانو ته د بورسونو زياتوالې او دپکتيا پوهنتون د کادرونو بشپړول هم هغه غوښتنې وې چې د دوى له خوا طرحه شوې.
وروسته دسوداګرۍ او صنايعو وزير ډاکتر انوار الحق احدي په داسې حال کې چې ددغو ترانزيتي ستونزو په حل کولو کې د همکاري ژمنه وکړه او ويې ويل:  دونرونه تراوس ه پورې دصنعتي پاکرونو دجوړولو، د بريښنا د برابرولو او دهغو دبنسټونو دجوړولو لپاره به همکاري ته چمتو نه دى اوکه چيرې ځمکه په وړيا ډول دصنعت کارانو په واک کې ورکړى شي او د سوداګرو په ځينو همکاريو سره به تر يوې اندازې پورې دغه ستونزه حل شي .
  دغه راز دماليې وزارت معين مصطفى مستور ژمن شو چې د دغه ولايت  د سوداګرو د مالونو دستونزو په حل کولو کې به لازم اقدام وکړي او ډير ژر به د ماليې وزير په افغانستان کې دبريښنا د زياتوالې په خاطر قزاقستان او تاجکستان ته سفر وکړي .
د انرژي او ابو وزارت معين انجنير غلام فاروق قاضي زاده وويل چې دګرديز ښار ته دبريښنا د ليږدونې په خاطر ٥٧٠ مليونه ډالره په پام کې نيول شوى دى او سربېره پر دې د امريکا متحده ايالاتو ژمنه کړې ده چې دغه ولايت دبريښنا په ليږدونه کې به همکاري وکړي او ژمنه يې وکړه چې ډير ژر له کابل څخه لوګر او پکتيا ته دبريښنا ليږدونه پيليږي .
په همدې ترتيب د لوړو زده کړو وزارت معين برى صديقي دتحصيلي بورسونو د ويش دشفافيت په باب معلومات ورکړل او ويې ويل چې په راتلونکې کال کې نږدې ١٢٠٠ نوى بـستونه په دغه وزارت کې جوړيږي چې پنځلس کادري بستونه يې دپکتيا پوهنتون ته په پام کې نيول شوي دي.
دمشرانو جرګې رييس يوځل بيا له دغو مسوولينو څخه و غوښتل چې له خپلو ژمنو سره سم دې دپکتيا دخلکو غوښتنوته جدي پاملرنه وکړي . 
دغه راز دمشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار دپوهنې وزارت دتشکيلاتو له رييس او ددغه وزارت له تشکيلاتي سلاکار قدرت الله سلطاني سره دخپل کار په دفتر کې وکتل .
په دې کتنه کې ښاغلى سلطاني دخپلو کاري چارو په باب  معلومات ورکړل او ويې ويل چې دکاري اسانتياو په مقصد، په دغه وزارت کې د نوى تشکيلاتي سيستم دجوړولو په باب يو لړ اقدامات ترلاس لاندې نيول شوى دى او له دې وروسته د ولايتونو او ولسواليو ټول بستونه دمشخصو کودونو په تفکيک سره برابر او ثبتيږي او عملي کار به په نږدې راتلونکې کې پيل شي .
  دسنامجلس رييس دټولنې په ترقى او پرمختګ کې دپوهني د ارزښت او رول په باب خبرې وکړې او ويې ويل: هغه څه چې نن ورځ په بېلابېلو برخو په تېره بيا د ساينس او تکنالوژي په برخه کې د ډول ډول بدلونونو شاهدان يو؛ دهغو هيوادونو او ټولنو دکار ثمره ده چې پوهنې يې ښه وده کړې ده او په پاى کې يې د ده دکار او فعاليتونو په ستاينې سره د مشرانو جرګې ستاين ليک ده ته ورکړ .
دغه راز دکابل پوهنتون يو شمېر محصلانو د مشرانو جرګې له رييس فضل هادي مسلميار سره دخپلو کارموندلو په باب وکتل .
  په دې کتنه کې يو تن دنورو په استازيتوب په دولتي او غير دولتي موسسو کې دخپل جذب په باب خبرې وکړې او ويې ويل: دولتي ادارو ته د مراجعې په وخت کې ليدل کيږي چې دضوابطو په نسبت روابط غوره والې لري او ځوانان او د زده کړې خاوند کسان په خپلو کارموندلوکې له ډول ډول ستونزو او خنډونو سره مخامخ کيږي
دمشرانو جرګې رييس په بېلابېلو ټولنيزو، فرهنګي ، سياسي او اقتصادي برخو کې دځوانانو شتون ګټور او اغيزمن وباله او ويې ويل چې بايددولت اونور مرکزونه دپوهنتونونو دفارغانو په جذب  کې پراخ پلانونه ترلاس لاندې ونيسي چې د هغوى له ځواک څخه دهيواد په ودانولو کې په مطلوب  ډول کار واخيستل شي او دمسلکي او غوره اشخاصو په کار موندلو کې دې ضوابط  په پام کې ونيول شي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته