-کابل باختر د مرغومي نولسمه :
په سرپل ولايت کې دترافيکي پيښې له امله دوه تنه ووژل شول او نهه تنه نور ټپيان شول .
دغه پيښه پرون ناوخته دبلخاب _ سرپل په لويه لاره کې هغه وخت رامنځته شوه چې يومسافروړنکى فلانکوچ موټر له واټ څخه واوښت اوچپه شو .
دسرپل ولايت امنيه قوماندان جنرال نور حبيب ګلبهاري دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې دوه تنه وژل شوي او نهه تنه نور ټپيان شوي دي .
ده دموترچلوونکي ګړندى تګ اوبې احتياطي ددغې مرګانى ترافيکي پيښې اصلي انګيزه وبلله.
خو دبلخاب _ سرپل دلارې سپرلى اوموټر چلوونکي تل دسړک خرابوالى او له اندازې څخه زيات دوسايطو تګ راتګ ددغه شان خونړيو ترافيکي پيښو اصلي انګيزه بولي .
په همدې حال کې په يو روغتيايي مرکز کې ډاکترانوددغې ترافيکي پيښې ددو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله .
1 1 دقیقه لوستل