ټولنه

دکندز دښاروالۍ دمشورتي شورا ودانۍ ګټې اخستنې ته وسپارل شوه .

کابل باختر د ثور  ٢٥:
دکندز دښاروالۍ  دمشورتي شورا دادارې ودانۍ نن ګټې اخستنې ته وسپارل شوه .
دباختراژانس دخبرله مخې ،  په هغې غونډه چې په همدې مناسبت دکندز ولايت دښاروالۍ  په رياست کې ددغه ولايت دمسوولانو په شتون سره جوړه شوه  دکندز ښاروال نجيب الله  عمر خيل وويل چې دغه ودانۍ ددغې ادارې له بودجې  څخه ددوومليونو څلور سوه پنځوس زره  افغانيو په لګښت جوړه شوې ده . او پنځلس نورې  پروژې هم ددغه ولايت دښاروالۍ په چوکات کې ترکار لاندې دى .
  دکندز والي عبدالجبارنعيمي په دې غونډه کې دکندز خلکو ته ډاډ ورکړ چې په دغه ولايت کې دامنيت پراختيا او ترقۍ دتامينولو په برخو کې ژمن دى او  په دغوبرخو کې له هيڅ راز هلوځلو  څخه ډډه نه کوي .
  ختم_س عيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته