سیاست

ډاکترعبدالله عبدالله : دطالبانو دځپلو په موخه نوي تدبيرونه نيول شوي دي .

کابل باختر دزمري دوه ويشتمه :
دملي وحدت دحکومت  اجراييه رييس  ډاکتر عبدالله عبدالله نن دوزيرانو شورا  داقتصادي کميټې په غونډه کې وويل  چې په غزني ولايت کې  دمخابراتي خدمتونو دبندولو موضوع ، څيړل کېږي .
  داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ،  دهېواد اجراييه رييس  په هېواد کې روان امنيتي حالت ته په اشارې سره وويل  چې ځينو مخابراتي شبکو په غزني کې  خپل خدمتونه  ځنډولي دي .
  دمخابراتي شبکو دخدمتونو دبندولو دلايل دموظفو بنسټونو له لوري څيړل کېږي .
  ډاکترعبدالله عبدالله اعلام وکړ چې  د وسله وال پوځ دلوى درستيز او دکورنيو چارو وزارت  د ستر امنيتي معين تر رهبري لاندې  نوي ځواکونه  دغزني ولايت ته  رسيدلي دي  اوپه ډير لنډ ممکن وخت کې به دغزني ښار  د تروريستانو او دجنايتکارو طالبانو له شتون څخه پاک شي .
  اجراييه رييس  د غوڅ ملاتړ اودافغان ځواکونو هوايي عمليات  اغيزمن وبلل او ويې ويل  چې ددغو عملياتو په پايله کې  ، سلګونو تنو تروريستو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
  ډاکتر عبدالله عبدالله وويل : په هغو نويو تدبيرونو سره چې  دحکومت مشرتابه نيولي دي  ،  په امنيتي حالت کې به جدي بدلونونه  رامنځته شي .
دغه راز دهېواد اجراييه رييس مسوولو بنسټونو ته  دنده وسپارله  چې په ډير لنډ ممکن وخت کې دې  دغزني دپيښو  زيانمنو شويو کسانو ته داړتيا وړ لومړنى او خوراکي توکي  وليږدوي .
  دهېواد اجراييه رييس وويل چې په اوسنيو نازکو شرايطو کې بايد ټول خلک  اوسياستوال  يو بل ته  لاسونه ورکړي  او دتروريزم  او ډار اچونې  په له منځه وړلو کې دې  له امنيتي ځواکونوسره مرسته اوهمکاري وکړي .
  ډاکتر عبدالله عبدالله څرګنده کړه چې سياسي حالات  له جګړې څخه زيات  په وضعيت باندې اغيزه کوي .
  ختم_ ف _ اکرم
                                          

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته