امنیت

په بغلان کې د طالبانو له شتون څخه دڅوکليو پاکول .

کابل باختر د چنګاښ  اته ويشتمه :
دبغلان ولايت په دهنه غوري ولسوالۍ کې  څلور کلي دپوځي عملياتوپه بهير کې  دوسله والو طالبانو  له شتون  پاک شوي دي .
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مرستيال  جاويد بشارت  باختراژانس ته خبرورکړ.  ددهنه غوري  ولسوالۍ په مربوطاتو کې دچاڼيزو عملياتو له امله څلور کلي دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي او يو طالب له دوو کلاشينکوفونو سره نيول شوى او دهغوى يوه اندازه پوځي مهمات دپوليسو لاس ته ورغلي دي .
  يوه اړوند خبرځاى وويل :دقبرغه  ، توران ، دره خواجه پاک ، او سرقاش کلي دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي او په بشپړ ډول ددغې ولسوالۍ دپاکولو عمليات دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته