نړۍ

په پيښور ښارکې چاودنه وشوه

٢٤ -پيښور ډي ډان   دثور دمياشتي٢٤ نيټه :

دپاکستان يوې ورځپاڼې  دپيښور په ګاتل بازار کې دپوليسو يوې پوستي  ته څيرمه ديوې چاودنې خبرورکړ.

ددغي چاودنې هدف چې نن سهار وشوه دپوليسو پوسته وه او اووه تنه پکي ټپيان شول.

له دغي چاودنې وروسته دغه سيمه دپوليسو له خواکلابنده شوه .

دغه چاودنه په داسي  حال کې  کيږي چې پرون هم دپيښور په يو واټ کې ديو  ايښودل شوي بم دچاودنې له امله څه ناڅه يو پوليس ووژل شو او اوولس تنه نور ټپيان شول

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته