کابل باختر دليندۍ دمياشتې ٢٩ :
امنيتي ځواکونو پرون د هېواد په ځينو ولايتونو کې دامنيتي فعاليتونو په بهيرکې دوه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل .
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
امنيتي ځواکونو د هلمند، پکتيا، خوست ، ارزګان ، بلخ ، جوزجان ، سرپل او کونړ د ولايتونو په مربوطاتو کې امنيتي فعاليتونه ترسره کړل چې له امله يې دوه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، اووه تنه ټپيان او ددغې ډلې څلور تنه غړي دامنيتي ځواکونوله خوا ونيول شول .
په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
دغه راز د ملي پوليسو ځواکونو شپږويشت ماينونه چې نوي د وسله والو طالبانو له خوا دخوست، غزني ، لوګر ، زابل ، قندهار او فارياب د ولايتونو په مربوطاتو کې ښح کړاى شوي وو، کشف اوشنډکړل .
2 1 دقیقه لوستل