کابل باختر د تلي اوومه
د افغانستان پخواني جمهوررئیس حامدکرزي د ایران د جمهوري ریاست له مرستیال محمد شریعت مداري سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، د ایران د جمهوري ریاست مرستیال د خپل هېواد د جمهور رئیس حسن روحاني نیکې هیلې او سلامونه حامدکرزي ته و رسول او د افغانستان د منتخب جمهور رئیس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه ده ته د ورکړى شوې بلنې له امله یې مننه وکړه.
ښاغلي محمد شریعت مداري په تېرو دیارلسو کلونوکې د حامدکرزي په مشرۍ په افغانستان کې شوي پرمختګونه وستایل او هغه یې د حامدکرزي د ښه تدبیر او ښې ادارې ثمره وبلله.
د ایران د جمهوري ریاست مرستیال په بهرني سیاست کې د حامدکرزي مستقلانه تګلاره او له ګاونډیو هېوادونو سره د هغه ښه مناسبات د قدر وړ وبلل.
په دې کتنه کې ښاغلي محمد شریعت مداري حامدکرزي ته په رسمي ډول بلنه ورکړه چې په یوه مناسب وخت کې ايران ته سفر وکړي.
1 1 دقیقه لوستل