خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

تبصره

 کابل/ د وري٣ مه / باختر

دا چې ولې تر اوسه اسلامي امارت د یوه مشروع نظام په توګه په رسمیت نه دی پېژندل شوی دا هغه پوښتنه ده چې د هرافغان په ذهن کې ځای لري، خو په دې اړه  په کابل کې د امريکا د پخواني سفير رايان کراکر وروستیو څرګندونو دغو ابهاماتو ته د پای ټکی کېښود.

د باخترآژانس مفسر ليکي:  اسلامي امارت له بیا واکمنۍ شاوخوا اوه میاشتې وروسته، په دې بريالى شوی چې په هېواد کې امنيت او ثبات تامين کړي، اسلامي امارت د اقتصادي فعالیتونو ودې او افغانانو ته د ښه ژوند کولو زمینه برابره کړي .

په دې وروستیو کې په  کابل کې د امریکا پخواني سفیر راین کراکر د افغانستان اسلامي امارت په اړه ويلي چې دا نظام باید په رسمیت ونه پیژندل شي، هغه په ​​ښکاره خبرداری ورکړی هر هغه هېواد چې په افغانستان کې نوی نظام  په رسمیت وپېژني د امریکا له بندیزونو سره به مخ شي.

راین کراکر وویل: هغه هېوادونه چې غواړي د افغانستان اسلامي امارت ته مشروعیت ورکړي د امريکا له خوا به پرې بندیزونه ولګول شي.

کراکر له امريکا غږ سره په مرکه کې ویلي هر هغه هېواد چې غواړي اسلامي امارت په رسمیت وپېژني، لویه تېروتنه کوي.

هغه زیاته کړه چې د طالبانو “اسلامي امارت” تر اوسه د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره شرطونه نه دي پوره کړي.

د امریکا پخواني سفیر ټینګار وکړ چې ځینې هېوادونه د سفارتونو په سپارلو سره د نظام د مشروعیت په لټه کې دي.

دا په  داسې حال کې ده چې اسلامي امارت د رسمیت  پېژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې ټول معیارونه پوره کړي، تر دې چې د اسلامي امارت استازي په رسمي توګه نړیوالو غونډو ته رابلل کېږي،  په ډېرو هېوادونو کې د افغانستان د سفارت چارې د اسلامي  امارت استازو ته سپارل کېږي او یا هم  د سفارت پخواني مامورین او کارکوونکي له کابل څخه د اسلامي امارت له لارښوونو سره سم خپلې چارې پرمخ وړي.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیرامیرخان متقي څه موده وړاندې ویلي و چې له اسلامي امارت سره نړیوال تعامل د یوه پيژندل شوي دولت        په څېر دى.

د امريکا يو شرط  د نورو ډېرو هېوادونو له خوا هم تکرارېږي چې په افغانستان کې  د يوه ټول شموله حکومت جوړول دي، په داسې حال کې چې په نوي نظام کې قومي تنوع شتون لري، حقیقت دا دی چې امریکا په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت په پلمه هڅه کوي چې د افغانستان په نظام کې خپل لاسپوڅي ځای پر ځای کړي، یعنې  د هغو حکومتونو په څېر یو حکومت رامنځته کړي چې په افغانستان کې له تېرو شلو کلونو راهیسې موجود وو  او هر لوېديځ هېواد په دې حکومتونو کې یو استازی درلود او یا یې واک درلود، په داسې حال کې چې په نوي نظام کې د داسې حکومت جوړول ناشوني دي.

د کرارکر له څرګندونو ښکاري چې ډېری هېوادونه د امریکا په پله  پل ږدي او له دې څخه وېرېږي که چېرې دوی یې په رسمیت وپېژني له سختو بندیزونو سره به مخ شي په دې کټګورۍ کې هغه هېوادونه هم شامل دي چې له افغانستان سره دوستي لري، خو د امریکا له وېرې نه شي کولای چې اسلامي امارت په رسمیت و پېژني.

د راین کراکر وروستیو څرګندونو ته د افغانانو غبرګون دا دی چې دوی د ملي یووالي په سیوري کې ټولو توطیو ته ځواب وایي او بهرني فشارونه نشي کولای د سیمه ییزې همکارۍ او همغږۍ له مفکورې څخه دوی بهر کړي.

دوی همدا راز د افغانستان نږدې او لرې هېوادونو ته مشوره ورکوي چې په خپلواکه توګه پرېکړه وکړي او هغه څه ته لومړیتوب ورکړي چې د دوی د خپلو ګټو استازیتوب  کوي، نه د متحدو ایالاتو ګټې.

ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته