ښوونه او روزنه

په هېواد کې دليک لوست دزده کړې پنځلس زره مرکزونه شته .

-کابل باختر د وږي ديرشمه :
دپوهنې وزارت دليک لوست دزده کړې  معين دامنيت نشتوالى  اونه پاملرنه په هېواد کې دليک لوست دزده کړې  دپروګرامونو دلارې پرسر انديښنې وبللې
  دباختراژانس دخبرله مخې  دغه ټکى دپوهنې وزارت دليک لوست د زده کړې معين  ډاکتر سردارمحمد  رحيمي په هغې غونډه کې چې دليک لوست دزده کړې دنړيوالې ورځې دنمانځنې په مناسبت پرون په بلخ ولايت کې جوړه شوې وه  څرګند کړ او ويې ويل چې په هېواد کې دليک لوست دزده کړې دلارې پرسر دپرتو خنډونو زيات موارد شته .
رحيمي وويل چې همدااوس په ټول هېواد کې دليک لوست دزده کړې  پنځلس زره مرکزونه فعاليت کوي چې په کال کې  څه دپاسه درې سوه زره تنه په دغو مرکزونو  کې دليک لوست دزده کړې  خاوندان کيږي او که چيرې حکومت دليک لوست په وده کې لازمه پاملرنه ونه کړي په هېواد کې دليک لوست  دزده کړې کچه ټيتيږي .
دپوهنې وزارت دليک لوست دزده کړې معين وويل  حکومت دې بايد په دې برخه کې دچلنجونو دله منځه وړلو لپاره همکاري وکړي .
دى  ددولت نه پاملرنه په هېواد کې دبيسوادو کسانو دشمير دزياتوالي اصلي عامل بولي او ټينګار کوي بې سوادي ددې سبب کيږي چې زيات شمير ځوانان ددولت دوسله والو مخالفانوله ليکو سره يوځاى شي .
په دې غونډه کې دبلخ ولايت دپوهنې رييس صبغت الله مستقيم وويل چې يواځې په دغه ولايت کې دليک لوست دزده کړې اته سوه مرکزونه فعاليت کوي چې زياتره دغه مرکزونه ددغه ولايت په لرې پرتو ولسواليو کې دي
له بلې خوا هم يوشمير ښځي چې په دغو مرکزونو کې په زده کړې بوختې دي  وايي له هغه وخت څخه چې په دغو مرکزونوکې شاملې شوې دي ددوى په ژوندانه کې زيات بدلونونه رامنځته شوي دي او له نورو کسانو څخه هم غواړي  چې دليک لوست دزده کړې له مرکزونو څخه په استفادې سره دځان او دخپلو کورنيودښه ژوندانه لپاره زده کړې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته