سیاست

احمد ضيا مسعود جمهور رييس ته په خطاب کې: خپل فرمان بيرته واخلي .

کابل باختر د وري نهه ويشتمه :
احمد ضيا مسعود  له جمهور رييس غني  څخه وغوښتل چې داصلاحاتو او دښې حکومتوالۍ په چارو کې  دجمهور رييس د فوق العاده استازي له پست څخه  دده دعزل کولو فرمان باطل کړي .
  دباختراژانس دخبرله مخې ،  جمهور رييس غني  پرون ماښام  ديو فرمان په صادرولو سره  احمد ضيا مسعود داصلاحاتو او دښې حکومتوالۍ په چارو کې دجمهور رييس  دفوق العاده استازي په توګه  له دندې ګوښه کړ .
  جمهور رييس  غني  دافغانستان داساسي قانون د ٦٤ مادې په استنادچې دلوړ پوړو دولتي  مقاماتو دټاکنې او لرې کولو واک ورته ورکوي  احمدضيا مسعود يې  له دندې ګوښه کړ او دجمهور رييس دليل په سپارل شويو دندو کې دښاغلي مسعود نه اغيزمنتوب بلل شوى دى .  خو احمد ضيا مسعود نن  په يوه خبري غونډه کې وويل  چې دى  دسياسي مشارکت  له مخې په نظام کې شامل شوى دى . او په اوسني نظام کې دده کاري خصوصيت او دريځ په يوتفاهم ليک کې مشخص شوى دى .او په دې برخه کې يوه ليکلى ژمنې شتون لري .
احمد ضيا مسعود وويل  چې له خپل مقام  څخه دده دعزل په اړوند  نه يوازې له ده  بلکې دنظام له نورو مسوولينو سره هم سلا مشوره  نه ده شوې .
  ده له جمهور رييس غني څخه وغوښتل چې  دده په باب  خپل فرمان بيرته واخلي .
  احمد ضيا مسعود  ددغه فرمان  دناوړو پايلو له امله خبر دارى ورکړ او ټينګار يې وکړ چې دده وروستي تصميم  دده دپلويانو په تصميم پورې تړلې دى .  خو نه غواړي  چې هېواد دزيات بې ثباتۍ په لور لاړ شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته