امنیت

په ميدان وردګو کې د دوو پرله پسې ځانمرګو بريدونو له امله اته تنه ووژل شول

کابل باختر د وږي يوولسمه
دميدان وردګو ولايت په سيد اباد ولسوالۍ کې نن سهار  د دوو پرله پسې  ځانمرګو بريدونو له امله  اته تنه ملکي وګړي ووژل شول او پنځلس تنه نور ټپيان شول .
   دميدان وردګو دوالي ويندوى شاهد الله شاهد باختر اژانس ته وويل:  په دغو پرله پسې ځانمرګو بريدونوکې  چې نن سهار دسيداباد ولسوالۍ  ددروازې په وړاندې ددغې ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ ته څيرمه وشوه او دبهرنيو پوځيانو يوه  قرارګاه هم پکې ده  وشوه  چې له امله يې اته تنه ملکي وګړي ووژل شول او څه دپاسه  پنځلس تنه نور ټپيان شول .
  شاهد زياته کړه: لومړني چاودنه  دومره  قوي نه وه  او يو ځانمرګي بريد و .
خو دويمه چاودنه  په موټر کې  د ځاى پرځاى  شويو چاوديدونکو توکو  دچاودنې زيږنده وه چې له امله يې دسرپه زيانونوسربيره  دامنيې قوماندانۍ دولسوالۍ  ودانۍ ته  تاوان هم اړولي  دي .او د پيښې دشاوخوا کورونو او دوکانونو هم زيان ليدلي دي .
  شاهد زياته کړه  چې په دغو دوو پيښو کې دناټو ځواکونو ته زيان نه دي رسيدلي .
دغه راز په بګرام کې دامريکايي پوځيانو د اډې  درسنيو دفتر باختر اژانس ته ويلي دي  چې په دې پيښه کې  بهرنيو ځواکونو ته  زيان نه دي اوښتي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته