ورزش

تر١٩ کلنو کم عمره افغان لوبډله سبا هند سره لوبه کوي

کابل/ د مرغومي ٥ مه / باختر:
د آسيايي جام دغه سيالي چې د افغانستان درېيمه لوبه کېږي په دوبۍ کې د افغانستان پر وخت د سهار لس بجې پيلېږي.
د افغانستان تر ١٩کلنو کم عمره لوبډله له کوربه هېواد متحده اماراتو څخه پرون لوبه د١٤١ منډو په توپير وګټله خو خپله لومړنۍ لوبه يې پاکستان ته بايللې ده.
د اسيايي جام سيالۍ چې اته هېوادونه پکې ګډون لري او تر را روانې جمعې چې د دسمبر ٣١ مه کېږي دوام کوي.
د افغانستان لوبډله د جنورۍ پر لومړۍ نيټه ويسټ انډيز ته ځي، چې هلته به تر ١٩ کلنو د کم عمره لوبغاړو د نړيوال جام په سياليو کې برخه واخلي.
\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا