سیاستخبرونهاقتصادTOPد ورځې انځور

ترکمنستان ته د معرفي شویو محصلینو د لېږد بهیر ګړندی کېږي

 کابل، د تلې ۱۸ مه، باختر

د افغانستان او ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ استازو په یوه انلاین ناسته کې د اوسپنې پټلۍ اړوند ترکمنستان ته د معرفي شویو محصلینو د لېږد پروسې پر چټکتیا پرېکړه وشوه.

د باختر آژانس د خبر له مخې، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې سرپرست ملا بخت الرحمن شرافت په دې ناسته کې د اوسپنې پټلۍ اړوند ترکمنستان ته د معرفي شویو محصلینو د پروسې پر چټکتیا، د آقینې – اندخوی ۳۰ کیلومتره اوسپنې پټلۍ د بېلونو په اجراء کولو، له آقینې تر مزارشریف د اوسپنې پټلۍ رسولو او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ مالي حسابونو د تصفیې لپاره راتلونکو ۵ ورځو کې د دواړو لوریو تخنیکي او مسلکي ټیم پر جوړلو هوکړه وشوه.

په دغه ناسته کې ترکمنستاني لوري ژمنه وکړه، چې نږدې راتلونکي کې به یو تخنیکي ټیم اقینې ته استوي، څو له اندخوی ستیشن څخه د اندخوی مرکز ته له وړاندې ډیزاین شوې ۱۰ کیلومتره د اوسپنې پټلۍ پر جوړولو تصمیم ونیسي.

یاده دې وي، چې افغانستان اوس مهال د ترکمنستان سره د تورغونډۍ او آقینې نقطو کې وصل دی او هره ورځ د دواړه هېوادونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات کېږي.

درد

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا