ټولنه

په باميانو کې پر شپږ زره بزګرانو د يوريا سرې ويشل کېږي

کابل/باختر/ د عبرګولي د مياشتې ۱۲مه په باميانو ولايت کې د پټاټو د حاصلاتو د زياتوالي په موخه پرون پر شپږو زرو بزګرانو د يوريا سرې د ويشلو بهير پيل شو. د باميانو ولايت دکرنې رئيس انجنيرعبدالوهاب محمدي باختر آژانس ته وويل چې دغه رياست په باميانو ولايت کې د دوه ميليونو ډالرو په ارزښت د سويس هېواد او د ملګرو ملتو سازمان د ( اف.اې.او) دفتر په مالي مرسته د يوريا ۸۰۰ ټنه سره د دغه ولايت په مرکز او د يکاولنګونو او پنجاب ولسواليو پر شپږ زره بې وزلو بزګرانو په وړيا توګه ويشل کېږي . د باميانو والي محمد طاهر زهير د يوريا سرې د ويشلو هدف د بې وزلو بزګرانو ملاتړ وباله، ترڅو بزګران وکولاى شي د دغې سرې په ترلاسه کولو سره د خپلو پټاټو حاصلات زيات کړي. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته