خبرونهاقتصادTOP

ترکمنستان د افغانستان په ښارونو کې د ګاز رسولو اسانتیاوې برابروي

کابل، د تلې١٦ مه، باختر

د کانونو او پټروليم وزارت وياند وايي چې د هرات ښار له صنعتي پارکونو څخه  د ټاپي پروژې د ګازو د وېشلو طرحه چمتو شوې ده.

د باختراژانس د خبر له مخې؛ د کانونو او پټروليم وزارت وياند مفتي عصمت الله برهان  له يوې خصوصي راډيو سره په مرکه کې وويل چې اوس له ترکمنستان سره  د ټاپي پروژې په اړه خبرې دوام لري.

هغه زياته کړه« د کانونو او پټروليم وزارت مسلکي معين انجينر وحيدالله حليمي د يوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته تللى او د ټاپي پروژې پر وړاندې د خنډونو او شته ستونزو د لرې کولو لپاره له ترکمنستاني لوري سره خبرې دوام لري».

برهان وويل: «ترکمنستان ژمنه کړې چې د ښاري ګازو د شبکې او د هرات صنعتي پارک په جوړولو کې همکاري کوي او د دواړو لوریو تخنيکي ټيمونه به ډېر ژر کار پيل کړي».

د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملاعبدالغني برادر د تلي په ١١مه  په هرات کې  له سوداګرو او پانګه والو سره په کتنه کې ويلي و، چې د ټاپي سترې پروژې له امتيازونو به لومړى د هرات خلک ګټه واخلي.

د ټاپي پروژې په بشپړېدو سره د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته لېږدول کېږي، چې د نل ليکې او تاسيساتو د جوړولو کار یې په ترکمنستان کې پيل شوى او د افغانستان تر پولې پورې را رسېدلى دى.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا