امنیت

په بادغيس کې دشپږو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر د وري  دمياشتې  ٩ :
په بادغيس ولايت کې تيره شپه  شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دبادغيس ولايت د ولايتي شوراغړي خان جان ظفر د باخترآژانس  خبريال ته  وويل ؛ وسله والو طالبانو تيره  شپه   په بالامرغاب  ولسوالۍ کې   د امنيتي ځواکونوپه يوې پوستې بريد وکړ چې له امله يې  شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول  او دوه تنه نور ټپيان شول.
ظفر څرګنده کړه : په دې نښته کې  دوسله والو طالبانو يوه اندازه  وسلې هم دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته