خبرونهاقتصادTOP

ترکمنستان د ټاپي پروژې د عملي کار د پیل په اړه له افغانستان سره کاري پلان شریکوي

کابل، د لیندۍ ۸مه، باختر

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ټاپي پروژې له اجرائيوي رئيس محمد مراد امانوف او په کابل کې د ترکمنستان له سفير خواجه عوضوف سره وکتل.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کانونو او پټرولیم وزارت په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې ده، ویل شوي، چې په دې کتنه کې د دغه وزارت سرپرست، په خپلو خبرو کې د ټاپي د ګازو نل لیکې پروژه له سترو اقتصادي او ټولنیزو پروژو څخه بللې ده.

شیخ دلاور څرګنده کړې، چې د افغانستان په خاوره کې د دغې پروژې په پلې کېدو سره به په هېواد کې کاري فرصتونه زیات او پانګونې رامنځته شي.

نوموړی زیاتوي: «دا چې افغانستان په ښه امنیتي وضعیت کې دی، نو باید له دې فرصت څخه ګټه پورته کړو او د دواړو هېوادونو افغانستان او ترکمنستان په همکارۍ سره هر څومره ژر چې کېږي، د ټاپي پروژې عملي کار پېل کړو».

دغه راز د ټاپي پروژې اجرائیوي رئیس محمد مراد امانوف، د دې پروژې د پلانونو او پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او ویلي یې دي، چې ترکمنستان د ټاپي پروژې د عملي کار د پېل لپاره په چټکۍ سره کار کوي او په نږدې راتلونکي کې به له افغانستان سره په دې اړه یو واضح کاري پلان شریک کړي.

هغه همدا رنګه یادونه وکړه چې په هرات کې به د ګازو د وېش د زېرمو جوړولو په برخه کې د ترکمنستان د همکارۍ په اړه مشخص پروګرام وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې د ټاپي ګاز نل‌لیکې پروژه ۱۸۰۰کیلومتره واټن لري چې له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته لېږدول کېږي.

وهاج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا