امنیت

پنځلس تنه د ننګرهار دمهاجرينو دراستنولو دچارو رياست په ډار اچوونکي پيښه کې شهيدان شول .

کابل باختر د زمري لسمه : دننګرهار ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو په ودانۍ په پرونى ډار اچوونکي بريد کې پنځلس تنه ملکي وګړي شهيدان شول . دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼى باختراژانس ته وويل چې په دې ډار اچوونکي بريد کې ديوې ښځې په ګډون پنځلس تنه ملکي کسان شهيدان او پنځلس تنه نور ملکي کسان ټپيان شول . خوږياڼي زياته کړه چې يو ځانمرګي يرغلګر پرون د غرمې د دولسو بجو په شاوخوا کې له چاوديدونکو توکو بار موټر دجلال اباد ښار ددريمې امنيتې حوزې په مربوطاتو کې دمهاجرينو دراستنولو دچارو رياست دودانۍ په وړاندې ځان وچاوه او دوه تنه نور ډار اچوونکي ددغه رياست ودانۍ ته ننوتل . دننګرهار دوالي وياند وويل چې يو ډار اچوونکي له درېو ساعتو جګړو وروسته ووژل شو او بل يې ځان دودانۍ په دريم پوړ کې پټ کړى و چې له شپږو ساعتونو وروسته ووژل شو . ويل کېږي چې وژل شوي کسان او ټپيان دنړيوالو اوکورنيو مرستندويو بنسټونو او دننګرهار ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو درياست کارکوونکي و . چې په دغه رياست کې راستنو شويو اوبې ځايه شويو کسانو ته د مرستې رسولو لپاره يې په يوه غونډه کې ګډون کړي و . درې ورځې مخکې هم وسله والو يرغلګرو په ننګرهار ولايت کې دقابلو دروزنې په مرکز بريد وکړ چې په نتيجه کې درې تنه شهيدان او اته تنه نور ټپيان شول . ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته