نړۍ

ترکيه خپل پوځيان له عراق سره په پوله کې ځاى پرځاى کوي .

ترکيه دخپلو پوځي قطعاتو يو سترکاروان ددغه هيواد په جنوب ختيځه سيمه کې چې دعراق دکردانو داستوګنې له نيمه خپلواکي سيمې سره پوله لري ځاى پرځاى کوي .

دباختر اطلاعاتي اژانس دپرس تي وي دخبري سايت له خولې خبر راکړ دغه کاروان ، پرون داکاري ولايت دکوکورکاسيمي ته رسيدلي دي او وروسته به ددواړو هيوادونو ترکيې عراق دسرحدي سيمو په لور روان شي .

دترکيې خبري سرچينو وويل چې په دغه کاروان کې هغه دوه سوه ليږدونکي واسطي شته چې دماين دچاودنې په وړاندې مقاومت لري .

له عراق سره دترکيې سرحدي سيمې پخوا څوځلې دترکيې دکردستان دکارګرانودګوند، پي کاکا ) دياغيانو پرسنګرونو ددغه هيواد دهوايي ځواکونو د بريدونو ډګر و ، خو په نويو خبرونوکې ويل شوي دي چې دالومړۍ ځل دي چې دپوځي قطعاتو دغه شان کاروان په دې سرحدي سيمه کې ځاى پرځاى کيږي .

پي کاکا دترکيې په جنوب ختيځ کې دکور واکي لپاره له ١٩٨٠ کال راپديخوا دترکيې له عسکرو سره په خورو وروجګړوبوخت دي او دترکيې حکومت دغه ډله ديو تروريستې سازمان په توګه بولي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته