اقتصاد

ترکيې په جوزجان ولايت کې څلور پروژي تطبيقي کړي

دترکيې په مرسته دجوزجان ولايت په مربوطاتو کې څلور پروژي تطبيقي شوي دي

په شبرغان کې دترکيې دبيا جوړولو دټيم  رييس دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل چي په دغو پروژو کې  دښوونکو دروزنې دموسسي دالحاقيه ودانۍ جوړول ، دکمپيوتر اودانګليسي ژبي اودخياطي دروزنيزو پروګرامونوعملي کول  او دجوزجان پوهنتون دمحصلانو ددرسي خونو دتجهيزاتو برابرول  اودجوزجان ولايت  له جيل سره مرسته شامله ده.

خبرځاى زياته کړه چې  دښوونکو د روزنې  دموسسي په الحاقيه ودانۍ کې دوه درسي خونې ، دهليز او اداري خونې شاملي دي.

دده دڅرگندونوله مخې دښځولپاره په روزنيزو پروګرامونو کې يوسلو لسو ښځو دخياطي او دانګليسي اوترکيې ژبو او دکمپيوترپه برخه کې زده کړې کړي  دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته